د هاضمي سیسټم تخصصي څانګه
کلونوسکوپی (colonoscopy)
کولونسکوپي یوه ازموینه ده چې د لوی کولمو د ناروغیو تشخیص لپاره کارول کیږي. د کولونسکوپي په جریان کې، یو اوږد، انعطاف وړ ټیوب کولمو ته داخلیږي. د دې ټیوب په پیل کې یوه کوچنۍ ویډیو کیمره نصب شوې چې متخصص ډاکټر ته اجازه ورکوي چې د لوی کولمو دننه وګوري. کولونوسکوپي کولی شي متخصص سره مرسته وکړي د معدې درد، کولمو خونریزي، اوږدمهاله قبضیت، مزمنې اسهال او د کولمو نورو ستونزو د احتمالي لاملونو په موندلو کې.
اندسکوپی (Endoscopy)
اندسکوپی هغه وسیله ده چې یو متخصص ډاکټر کولی شي د ناروغ معدې، کولمو یا د وینې رګونه وګوري او د هغې ستونزې تشخیص کړي.
متخصص ډاکټر د اندوسکوپ ټیوب د بدن د طبیعي چینلونو له لارې د ناروغ بدن ته داخلوي. انډوسکوپ یو انعطاف وړ ټیوب دی چې په پای کې کیمره نصب شوې ترڅو اړوند متخصص وکولی شي داخلي ارګانونه وڅاري او که اړتیا وي د ځانګړي وسیلې سره نمونې واخلي.
همدارنګه هغه ماشومان چې د هضم نه وړ شيان (بهرني بدن) لکه د قلم پوښ، سکې، ستنې او داسې نور خوري، د دې وسيلې په مرسته د ماشوم له معدې څخه پرته له جراحۍ څخه ايستل کېږي.